دپوتین وړاندیزدمنځني ختیځ دپاره!
ژباړونکی: (عزیزاحمدخوارمل) ژباړونکی: (عزیزاحمدخوارمل)

 

        دانټرنیټ  منابعوڅخه

      

    

د مايكل‌ هيرش‌ لیکنه : ته وایې چې وخت شاته تللی دی، اوموږبل ځل دشوروی اتحاددجمهوریتونوشاهد یو(( دغه هغه جمله ده چې دهرچا په ذهن کښی کی راګرځی،هغه وخت  چې دروسیی دباندنیوچارووزیر)) سرگئي‌ لاورف‌ ((تاسی وینی چې د جورج بوش سره)) ((چې دخبراتروپه حال کی دی،په رښتیا سره ولاديمير پوتين‌((په ډیر خوښی دکرملین  دماڼي څخه دغه لیدنه اوکتنه یې دتلویزیون پرپردی  ولید .))

دامریکی جمهوررئیس په ډیرلږډول اوپه مشکل سره دنوروهیوادونودباندنی چارودوزیرانوسره لیدنه اوکتنه کوی اوهغوی ځان ته منی.هغه هم نه لږه لیدنه اوکتنه لکه دلاروف سره لیدنه اوکتنه چې نیم ساعت صورت وموندل،وروسته یې ځل جورج بوش په ۲۰۰۵ کال کې دپاکستان دباندنی چارودوزیرسره لیدنه اوکتنه وکړ.مګردروسیی دباندنی چارودوزیرسره ډیربه تفاوت  کې سره وو. 

بوش په ډیرومسائلوکښی دروسیی ددریځ سره ډیره علاقه اومینه لری .

ولاديمير پوتين‌ دیوپخوانی دکا.ګی .بی دیومنصبداراوکاپوه په توګه،چې هیچا اوهیڅوک دی یې نه پیژندل اوناڅاپه یې  ودغه چاروته سرراویستل اوپه ۲۰۰۱ م کال کې یې دجمهوری ریاست واک ترلاسه کړاو دروسیی دپخوانی ځواک په بیرته راوستلوکی یې شعارونه ورکړل . په ۲۰۰۱ م کال کې کوم وخت چې جورج بوش ددولت واک ته ورسیدی، دپوتین اودروسیی دمسائلوسره یې په دغه موده کې څونی وخت یې نه درلود. 

مګردااوس وضعه کاملآ بدلون پیداکړی په اوسنی وخت کې دپوتین نوښت په سیاسی ډګرکې لکه  دحماس سره خبراتری ، اویومنځنی حل  لاره دایران داوسنی مسائلوپه هکله اودجی اته  ۸مشرتابه ،دبوش دولت یې دسردردی اوسرخوږی یې سره اخته  کړی دی .       

پوتين‌ وکوموموخوته ارزښت ورکوی اوهغه مخ بیایې، دکرملین دڅیړونکودویلوسره سم ،پوتین زیار باسی په لمړنی ګام کې دبوش دټولوماتواوناکامیوڅخه په خپل باندنی سیاست کې خصوصآ په منځنی ختیځ کی کارواخلی اوځان وډګرته ورګډکړی .

دمثال په توګه،دامریکی تلاښ دایران داټومی مسائلوپه هکله دماتي سره مخامخ سو اوپوتین فرصت یې مناسب لیدلي دی ترڅودروسیی هیواد دیوسترهیوادپه توګه چې وکولای سی دنورودتجربواودماتوڅخه زده کړه وکړی اووډګرته ورګډ سی .چې دااوس په عراق اوپه منځنی ختیځ کې ددموکراسی په تامینولوکی، روسیه هم دغه رنګه سیاست مخته بیایې  .

همدارنګه امریکا په یولړمسائلوکښی دروسیی دخوابدتیا سبب هم ګرځیدلی دی،دمثال په توګه دغه هیواد ددی  دپاره چې دروسیی پرپرهاریا زخم مالګه پاشی اوهم کوښښ یې کړیدی اوزیاریې اسیتلی  چې ددموکراسی دپروژی ترنامه لاندی حتی  دکرملین تردروازو(ورونو)پوری مخته ولاړ سی  .اودامریکی لاس وهنی په اکرائین اوپه ګرجستان کې ډیرښه مثالونه له دغه دښمنی څخه  دی چې روسیه یې دامریکی څخه په زړه کې یې لری .

همدارنګه پوتین  ډیرښه پوهیږی چې  دده دخپلی تګلاري ښه تاثیردخلکوپرپرګنو،نظامی  اواطلاعاتی افسرانوکې اوهمدارنګه پرکرملین اودروسیی پرپارلمان ((دوما)) باندی اغیزه من دی . اوټوله  په ډیر اسانی اوساده ګی سره دده پریکړی منی .

سرگئي‌ ماركوف‌ دکرملین دڅیړونکوڅخه یوه نامتوڅیړونکی وامریکی ته په یوه وینا کی وایي ((۱۵-پنځه لس  کاله کیږی چې تاسی دنړی لارښودنه په لاس کی لری،ایای بریالی سوی یاست چې یوه ډاډمنه،دامن  اودامنیت نړی جوړ  کړي ؟ ددی پوښتنی ځواب دادی چې تاسی بریالی نه واست،اونړی ترپخواډیرناامنه اوبی امنیته سوی دی،ومنځنی  ختیځ ته یوواروګوري ؟       .   
 په منځنی ختیځ کی امنتیی وضعیت ډیردماتمونونه ډک کړکیچنه وضعه ده.له دی کبله آیا بیاهم پرامریکی باوروکړو؟زماپه نظر باید په زغرنده پریکړه وکړو.که موږدغه ډول لاس پرلاس کښینوترڅوامریکی هرڅه غواړي هم هغسی وکړی نودنړی امنیتی وضعیت دغه رنګه چې دی تردی به لانورهم ویجاړ شی  .

((پوتین ددغی فرضی سره سم ،چې دواشینګتن باندنی  سیاست غلط وي اورښتیا چې امریکی دنړی یولوی زبرځواک هم دی اوپه ښه توګه پوهیږی چې په آرامی اوډاډسره مخته ولاړسی .روسیه هم لکه چین اواروپاځان دیوقراریدونکی  وحشت ځپلی په توګه وینی اوزیارباسی چې یوخطرناکه وحشی حیوان )) لکه امریکا،(دقفس ودننی وخواته،ورته لارښودنه وکړی اوپه قفس کی ورننه باسی .)           
 اما کوم وخت چې پوتین احساس کوی چې امریکا خپله توجویې دهغه وسیاستونوته ورمخته کړی ،ډیرزرخپل دریځ یې اړولی اوکوښښ یې کړی دی چې دیوی باوری اواعتمادی څیری په شان ځان بدل کړی . اودروسیی ددغو کړنو ښه مثال په داوروستیوکې دایران پراټومی پروګرام باندی دخبراترو پرسرښه په سترګوکیږی  .دروسیی جمهوررئیس کوښښ کوی چې په یوډول نه یوډول دایران اوغربي هیوادونودغه  رامنځته شوی پرابلم اومشکل حل کړی . د ایران ددی وړاندیزپه هکله چې غواړي د اورانیومودبډای کولو دپاره دروسیی په هیوادکی ترسره کړی روسیی مثبته  دریځ یې په دی هکله اعلان کړی اودایې هم په څرګنده توګه په ګوته کړچې دبډای کولوپروسه کیدی سی چې په ډیرلږه پیمانه داورانیومو بډای کولوکې دایران په خاوره کې هم بلامانع دی   .

اماد سرگئي‌ لاورف  دروسیی دباندنی چارودوزیر((نیم ساعته کتنه)) دجورج بوش سره،روسیه خپل دغه وړاندیز یې په ټول معنا سره بیرته واخیست اوبدلون یې پکې راوست، اوداسی سوچ کیدل چې په دی ډول وړاندیزهیڅکله وړاندی شوی نه وو. دحماس دغورځنګ قصه اوداستان هم په همدی شان دی . ‌

پوتین داروپاسره دیوشان اویورنګه نظریاتوله مخی دحماس دغورځنګ مشران یې دکرملین وماڼی ته وروبلل،مګرکله چې امریکی دروسیی ددی کار په وړاندی یوه زغرنده دریځ یې غوره کړ اواعلان یې وکړچې دغه دروسیی کارداسرائیل دګوښه کیدواودځانته کیدو سبب ګرځی،روسیی په ډیرچټکی سره خپل ددریځ څخه لاس پرسرشواوپه خپل دریځ کی یې بدلون راوست اواعلان یې وکړچې دحماس غورځنګ دی خپل پخوانی غلطي دی اصلاح کړی اودتروره څخه دی لاس واخلي اوداسرائیل هیواد دی په رسمیت وپیژنی .

همدارنګه په سترګوکیږی چې روسیه  دبین المللی اټومی انرژی په آژانس کی دیوه بانفوذه لرونکی اوتاثیرایښی دونکی په توګه خپل ځای یې  ترلاسه کړی دی . د محمد البرادعي‌ دویلوپربنسټ چې اروپا اوایران دی  دااوسنی نانداری اومخالفتونه شاته وغورځوی ،دایوبدلون دروسیی ددریځه څخه وو،چې اعلان کړی وو:موږپه دی پړاوکې ضرورت لروترڅوموږ خپل وړاندیزونه په ښه ډول اوبیله کومه خنډه پرمخ بوزو.
په لنډ ډول سره باید ووایم چې همدااوس روسیه  یوداسی سیاست په منځنی ختیځ کی غوره کړی او پرمخ یې  وړی  چې دهغه پربنسټ ترڅودامریکی دماتی څخه په دغه سیمی کښی ګټی راټول کړی  اولاس ته یې راوړی او په ډیر آرامی اوقراری سره د روان سیاسی معادلاتوپه دننه کې ځان (داخل )او ورګدکړی   . /

 


April 20th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی